دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۱
د مطلب کود : 208791
حنیف اتمر له خپل هندي سیال سره د کرونا ویروس په اړه خبرې وکړې
د افغانستان او هند د بهرنیو چارو وزیرانو محمد حنیف اتمر او اس جي شنکر پرون (دوشنبه د غويي ۸) د کرونا ویروس د ستونزې او د طبي وسایلو په ګډون د بشري مرستو په اړه خبرې وکړې.
د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر وویل، د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر سره‌یې د دغه هېواد د سولې د هلو ځلو او د افغان سېکهانو د خوندیتوب په اړه هم خبرې وکړې.
د حمل میاشتې په لومړیو کې په کابل کې د سېکهانو پر یوه ګوردواره یا عبادت‌ځای په حمله کې ۲۵ تنه ووژل شول او لږترلږه ۸ نور ژوبل شول.
داعش وسله‌والې سخت دریځې ډلې د دې برید مسؤلیت په غاړه واخیست.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcco4qis2bqxm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته