دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۷
د مطلب کود : 208793
افغانستان کې د کرونا ویروس ۱۲۵ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې
عامې روغتیا وزارت وايي، تېرو څلریشت ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۲۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن ( سه شنبه غويي ۹ ) د خبري ناستې پرمهال وویل، تېرو څلریشت ساعتونو کې له  ۳۶۱ شکمونو پېښو ۱۲۵ هغه یې مثبتې ښودل شوې دي.
د تازه معلوماتو له مخې ۲۱ هرات ، ۱۵ کابل، ۱۵ کندهار، ۱۰ بلخ، ۹ لوګر، ۸ جوزجان، ۵ ننګرهار، ۹ لوګر، ۷ نیمروز، ۷ پنجشیر، ۲ هلمند، ۲ بادغیس، ۲ وردک او یو مثبته پېښه بدخشان ولایت کې ثبت شوې ده.
له دې سره په ټول هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۸۲۸ ته لوړ شو، چې له همدې ډلې ۵۸ کسان مړه شوي، او ۲۲۸ کسان بېرته ښه شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdceov8wxjh87fi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته