دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۰۹
د مطلب کود : 208813
افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۸۲۸ تنو ته ورسېد
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په یاد هیواد کې د کرونا ویروس د ۱۲۵ مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړ.
روغتیا وزارت وايي، په په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۳۶۱ مشکوکو پېښو سمپلونه یې معاینات کړي چې ۱۲۵ یې مثبت ثابت شوي دي.
له دغو مثبتو پېښو څخه تر ټولو زیاتې په هرات، کندهار او کابل ولایتونو کې ثبت شوي دي.
د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار نن سې شنبه اپرېل۲۸(غويي۹) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې له یاد پېښو څخه ۲۱ په هرات، ۱۵ په کندهار، ۱۵ کابل، ۱۰ په بلخ، ۹ لوګر ،۸ جوزجان، ۷ پنجشېر، ۷ لغمان، ۷ پکتیا، ۶ غزني، ۶ تخار، ۵ ننګرهار، ۲ میدان وردګ، ۲ کونړ، ۲ هلمند، او یوه ـ یوه په بادغیس، کاپیسا او بدخشان کې ثبت شوې ده. کې ثبت شوي دي.
په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۸۲۸ ته ورسېد.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له یاد ویروس څخه د یو تن په مړه کېدو سره په دغه هیواد کې د مړو شوو کسانو شمېر ۵۸ تنو ته ورسېد.
د افغانستان د روغتیايي سکټور ۱۵۸ پرسونل چې ډاکټران، نرسان او روغتیايي کار کوونکي په شامل دي هم په کرونا ویروس اخته شوي دي.
روغتیا وزارت وايي، په تيره یوه شپه او یوه ورځ کې له کرونا ویروس څخه ۸ تنه بیرته روغ شوي چې په دې سره د بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۲۲۸ تنو ته ورسېد.
د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند وویل چې کرونا ویروس په چټکۍ سره د پراخېدو په حال کې دی چې په وینا یې خلک باید د خوندیتوب لپاره وقاوي تدابیر جدي ونیسي او له بې ځایه ګرځېدو څخه ډډه وکړي.
کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.
په امریکا کې د جانس هاپکنس د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د سې شنبې تر غرمې اپریل۲۸ (غويي۹ پورې ۲۱۱۲۲۱کسان مړه کړي او څه باندې درې میلیونه پرې اخته شوي دي.
دا ویروس اوس د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو کې خپور شوی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdchz6nix23nv6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته