دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۳۰
د مطلب کود : 208818
د هلمند لپاره د طالبانو مرستیال والي نیول شوی ـ چارواکي
د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي وايي ځانګړو افغان ځواکونو د دې ولایت لپاره د وسله والو طالبانو مرستیال والي مولوي عبدالاحد نیولی دی.


چارواکي زیاته وي چې ځانګړو ځواکونو دغه عملیات تیره ورځ د هلمند په شمال د سنګین په ولسوالۍ کې تر سره کړي دي.
د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي ملا عبدالاحد په هلمند کې د وسله والو طالبانو د والي د مرستیال تر څنګ د سرې قطعې په نوم د وسله والو طالبانو د جنګي ډلې مشري هم کوله چې په هلمند او د جنوب په نورو ولایتونو کې په خونړیو بریدونو کې ښکېل بلل کیږي.
د هلمند والي جنرال یاسین خان د سې شنبې په ورځ اپرېل۲۸(غويي۹) امریکا غږ ته وويل چې له یاد کس سره ډير مهم او اساسي اسناد هم نیول شوي.
هغه وويل:"په هلمند کې د طالبانو د نام نهاد والي مرستیال ملا عبدالاحد چې په طالب مشهور و د ۲۱۵ میوند قول اوردو د ځانګړو ځواکونو لخوا د عملیاتو په ترڅ کې تېره ورځ ونیول شو، له ده سره ډير مهم او اساسي اسناد هم نیول شوي او اوس هغه عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي، ملا عبدالاحد د سرې قطعې قومندان او د هلمند د ګڼو ولسوالیو د ولسوال په توګه هم د ولسوالو طالبانو په لیکو کې دندي تر سره کړي."
د هلمند ولایت د نوزاد، سنګین، باغران، موسی کلا او کجکي ولسوالۍ له تیرو څو کالو راهیسې د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.
دغه راز د دې ولایت په ګڼو نورو برخو کې هم د وسله والو طالبانو پراخ حضور موجود دی چې د چارواکو په وینا د وسله والو طالبانو د رهبرۍ د کچي مسئولین هم پکښې موجود دي.
خپله وسله والو طالبانو په هلمند ولایت کې د خپل دغه مهم غړي د نیول کیدو په اړه کومه تبصره نده کړې.
تېر کال د هلمند لپاره د طالبانو مشهور والي ملا منان په هوايي برید کې ووژل شوو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdccs4qi42bqx48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته