کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا افغانستان کې پر زېربناو وروستي بریدونه وغندل

10 ثور 1399 ساعت 10:16

د سوېلي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس وېلز افغانستان کې پر زېربناوو وروستي بریدونه غندلي. د نوموړې دا څرګندونې له هغه وروسته دي چې د یکشنبې په ورځ د کابل شمال کې د برېښنا پایه ونړول شوه.




افغان چارواکي وایي، په لنډمهالي ډول یې د برېښنا تارونه نښلولي، خو پوره نښلول به یې تر څلور پنځو ورځو وخت وغواړي.
د برېښنا شرکت په خبره،د دغې پایې چپه کېدو سره په کابل، ننګرهار، لغمان، وردګ، غزني، لوګر، پکتیا او خوست کې زرګونه کورنۍ له برېښنا بې برخې شوې دي.
 


د مطلب کود: 208852

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/208852/امریکا-افغانستان-کې-پر-زېربناو-وروستي-بریدونه-وغندل

آوا
  https://www.avapress.com