د نورو شیانو تر څنګ د هغو وسایلو پر ليکه پېر څو برابره ډېر شوی چې بهر ته د تګ راتګ امکان کمولی شي؛ لکه خوراکتوکي، له رنځه د خونديتوب لپاره لازم توکي، کتابونه او په کور کې نور کارېدونکي توکي.
د انلاین پېر پلور کاروونکي او کارپوهان بیا وايي دا ډول کاروبارونه که څه هم غوړېدلي، خو د کار ډول يې لا هم زوړ دی او کیفیت یې ډېر نه دی بدل شوی.
د افغانستان په ښارونو، په تېره بیا پلازمېنه کابل کې د تګ راتګ محدودېدو که له یوې خوا ګڼ کاروبارونه او فعالیتونه محدود کړي خو د انترنيټ یا ټېلفون له لارې د پېر پلور کاروبارونه پکې غوړېدلي.
که څه هم پر لیکه پېر پلور په افغانستان کې ډېر دود نه دی، خو ډېرېدونکی شمېر خلک يې اوس د اړتیا وړ څیزونو د پوره کولو لپاره تجربه کوي.