دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۹
د مطلب کود : 208854
د کورنیو بې ځایه شویو کسانو د څار بنسټ وايي په نړۍ کې د رېکارډ تر کچې یانې نږدې ۵۱ ملیونه کسان د شخړو او یا ناورینونو له امله بې ځایه شوي او کورونا وېروس له ګواښ سره مخ کړي. دې بنسټ پر حکومتونو غږ کړی چې د افغانستان او سوریې په څېر شخړې دې هوارې کړي. یاد بنسټ په خپل کلني رپوټ کې ویلي چې څه باندې ۴۵ ملیونه کسان د تاوتریخوالي له امله له خپلو مېنو شړل شوي دي. رپوټ وايي چې پنځه ملیونه نور د طبیعي ناورینونو، لکه زلزلې او سېلابونو له امله بې ځایه شوي دي.


په یو کال کې په هېوادونو کې دننه د بې ځایه شویو کسانو دا تازه شمېر په تېرو څو کلونو کې تر ټولو لوړ هغه دی.
د څار دا بنسټ وايي د تېر ۲۰۱۹ کال په اوږدو کې ۳۳ ملیونه او څلور سوه زره کسان د کورنیو بې ځایه شویو کسانو په ډله کې اضافه شوي او دا له ۲۰۱۲ کال را په دېخوا موده کې تر ټولو لوړ شمېر دی.
کورونا وېروس ښايي د دې بې ځایه شویو کسانو د یو زیات شمېر ژوند لا ستونزمن کړي، ځکه ځینې یې په سختو او غیر صحي شرایطو کې ژوند کوي.
ګڼ شمېر دا بېځایه شوي وګړي د اوسېدو لنډمهال استوګنځيو، غیرپلاني ساحو او یا د ښارونو په بې وزلو ګڼ مېشتو سیمو کې ژوند کوي.
د کورنیو بېځایه شویو وګړو د څار بنسټ وایي، په داسې سختو شرایطو کې دا اسانه نه ده چې د خلکو ترمنځ فزیکي واټن وساتل شي او کوویډ-۱۹ وژونکې ناروغۍ د مخنیوي لپاره اړین روغتیايي تدبیرونه په پام کې ونیول شي.
 
https://avapress.com/vdccp4qi02bqx48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته