دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۳
د مطلب کود : 208855
په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر ۳ میلیونو ته رسېدلی دی.‌ د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې د مړینو شمېر له ۲۰۷ زرو اوښتی دی. د اروپا په ځینو هېوادونو کې حکومتونو د محدودیتونو نرمولو اعلان کړی او ژوند ګام په ګام بېرته عادي حالت ته ستنېږي.


بریتانیا کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۳۶۰ کسان له کورونا وېروس مړه شوي‌ دي. په دې هېواد کې تر دې دمه د ټولو مړو شمېر څه باندې ۲۱ زره کسانو ته رسېدلی دی.
د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن له کوویډ-۱۹ له رغیدو وروسته په خپل دفتر کې د کار په لومړۍ ورځ خبریالانو ته وویل چې هېواد یې د کورونا ویروس له لوړ خطر سره مخامخ دی.
هغه خلک وهڅول چې د لګول شویو محدودیتونو په وړاندې زغم له لاسه ورنکړي.
ښاغلي جانسن وویل، دا نه شي منلی چې د خلکو هڅې او قربانۍ دې له پامه ورغورځوي او په نږدې راتلونکې کې دې لګول شوي بندیزونه نرم کړي.
بل لور ته د بریتانیا د عدلې وزیر ویلي د کورونا وېروسو ناروغۍ له امله ۱۵ زندانیان او د زندانونو کارکوونکي مړه شوي دي.
د ایټالیا حکومت اعلان کړی چې د می میاشتې له ۴مې نېټې به د کورونا وېروس ضد لګول شوي‌ محدودیتونه نرموي.
 
https://avapress.com/vdcdkj0xkyt0zj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته