دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۵
د مطلب کود : 208856
د افغانستان د زندانونو د چارو ادارې ویاند فرهاد بایاني ویلي چې په افغان زندانونو کې ۴۶ تنه پر کوویډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي. په دې وروستیو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دو فرمانونو په لاسلیک سره د څه باندې ۲۲ زره زندانیانو د خوشې کولو امر کړی. له دې ډلې زرګونه تنه خوشې شوې دي. افغان حکومت وايي په زندانونو کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره دا ګام پورته کوي. نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه امریکایي چارواکو بیا بیا خبرداردی ورکړی چې د افغانستان په زندانونو کې بند کسان د کورونا وېروس له جدي ګواښ سره مخ دي.

د افغانستان روغتیا وزارت  وویل، تېرو څلرویشتو ګړیو کې یې د کورونا وېروس ۳۶۱ شکمنې پېښې معاینه کړې چې پکې ۱۲۵ مثبتې دي. بله خوا د هرات چارواکي وایي، یو شمېر حکومتي کسان له خپل مقامه په ګټې لګول شوي محدودیتونه ماتوي.
د روغتیا وزارت ویاند وحید مایار وايي، دې ۱۲۵ نویو ناروغانو سره افغانستان کې په کورونا د اخته کسانو شمېر ۱۸۲۸ ته رسېږي.
 
https://avapress.com/vdcenv8wpjh87vi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته