کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کورونا وېروس: "فرانسه کې محدودیتونو د ۶۲ زره کسانو ژوند ژغورلی"

10 ثور 1399 ساعت 13:32

د فرانسې لومړی وزیر ایډوارډ فیلیپ وايي، په هېواد کې یې د یوې میاشتې قرنطین مودې له کبله د ۶۲ زره کسانو ژوند ژغورل شوی دی. ښاغلی فیلیپ اوس د حکومت پر هغه پلان کار کوي، چې له مخې به د مې میاشتې له ۱۱مې نېټې وروسته په تدریجي ډول په روان قرنطین حالت کې نرمښت وشي.
فرانسه کې تر اوسه د کورونا وېروس له کبله د ۲۳ زره او ۳۰۰ کسانو مړینه تایید شوې او دغه راز د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ د ۱۶۵ زره ۸۴۲ ناروغانو نومونه ثبت شوي دي.


د افغانستان په ګاوندي پاکستان کې د سند ایالتي حکومت د کورونا وېروس مخنیوي لپاره په صوبه کې پر هر ډول مذهبي غونډو او محفلونو بندیز لګولی دی.
د حکومت په یوه اعلامیه کې ویل شوي، د روژې میاشتې په مناسبت به په جوماتونو کې د ختم القران او یوم علي(د قدر شپی مذهبي مراسم هم )د دغه بندیز له مخې نه لمانځل کېږي.
د رسمي شمېرو له مخې د پاکستان خیبر پښتونخوا په پېښور کې د کورونا ناروغان د صوبې نورو ښارونو پرتله ډېر دي، چې شمېر یې ۸۴۱ کسانو ته رسېږي او تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۷ نوي ناروغان راجستر شوي دي.
پاکستاني‌ چارواکي وایي، څلور ورځې کېږي چې حکومت د کورونا وېروس ناروغانو معلوماتو راټولولو لپاره له څارګرې ادارې (ای ایس ای) نه مرسته اخلي.
 


د مطلب کود: 208857

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/208857/کورونا-وېروس-فرانسه-کې-محدودیتونو-د-۶۲-زره-کسانو-ژوند-ژغورلی

آوا
  https://www.avapress.com