دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۴۷
د مطلب کود : 208869
وروسته له هغه، چې د کابل حکومت مشر «اشرف غني» له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه، طالبانو یې د رسمي غبرګون تر څنګ په یوه تبصره کې ویلي، چې د اوربند غوښتنه نمایشي ده او په اصل کې«کابل اداره» د سولې ارداه نلري او د جګړې د دوام په لټه کې ده.


د طالبانو له رسمي ادرس څخه د «ورځې خبره» تر نامه لاندې خپره تبصره کې راغلي، چې حکومت متضاد دريځونه لري، له یوې خوا د اوربند غوښتنه کوي او له بل لوري د سلګونو طالبانو د وژلو « کابل اداره په خپلو متضادو دریځونو او سولې ضد څرګندونو کې ټینګار کوي چې اسلامي امارت دې اوربند وکړي، داسلامي امارت او امریکا ترمنځ په شوې توافقنامه کې د ۵۰۰۰ + ۱۰۰۰ زندانیانو تر خوشي کیدو وروسته دکب شلمه د بین الافغاني خبرو د پیل نیټه ټاکل شوې وه، خو کابل ادارې د بندیانو د خلاصیدو په پروسه کې د دوکو او پلمو په جوړلو سره بین الافغاني مذاکرات تر دې دمه ځنډولي چې له امله يې د اوربند په څېر مسایل همداسي لا ینحله پاته دي.»
طالبانو په بدخشان، کندز، فاریاب، لوګر، کندهار، ارزګان، بلخ، لغمان او نورو ولاياتو کې ملکي مرګ ژوبلې او پراخې ولسي ویجاړۍ په یادولو سره حکومت او امریکا له شوې توافقنامې په سرغړونه تورن کړي او ویلي یې دي، چې تر دې دمه دوی د سولې له توافقنامې هيڅ سرغړونه نده کړې.
تبصره کې وړاندې زیاته شوې « دغني په مشری کابل اداره چې له پیله پر جګړې ټینګار کوي؛ د سولې هر ادرس او چانس ته یې لغته ورکړې، تېرو پنځو کلونو کې یې د بلواکې چوکۍ د پایښت لپاره لسګونه زره افغانان شهیدان او ټپیان کړي او بې شمېره کورونه، دوکانونه، بازارونه، ښوونځي، روغتونونه، جوماتونه او مدرسې یې ویجاړ کړي دي ؛ اوس هم د سولې څرګند مخالفت کوي، بین الافغاني مذاکراتو کې خنډونه ایجادوي او غواړي چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره نور هم جنګ او وحشت جاري وساتي.»
د طالبانو له قوله، که ددوی او امریکا تر منځ په شوې موافقتنامه عمل وشي، باور لريچې اوربند به ټینګ شي او په پایله کې به یې افغانستان له خپلواکۍ، سولې او داسي اسلامي نظام څخه برخمن شي چې ټول افغانان خپل ځان پکې وویني.
 
https://avapress.com/vdciqvar3t1auv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته