د کابل حکومت پخوانی اجرائيه رییس «عبدالله عبدالله» چې ځان اوس د ټولشموله حکومت ولسمشر بولي، له ارګ سره جوړجاړي ته نږدې شوی، خو د خپل ټیم دننه له اختلافاتو سره مخ دی.
د عبدالله عبدالله په ټیم کې ځيني غړي د نوموړي او ارګ تر منځ په جوړجاړي خوښ دي او دا ورته د منلو وړ ده، چې عبدالله عبدالله د مصالحې شورا مشر شي؛ خو ځيني نور یې بیا د نظام د تغیر، د صدارتي نظام د تشکیل او د ټاکنو د پایلو د لغوه کېدو پلوي کوي.