کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبان وایي، د برېښنا د پایو نړول ددوی کار نه دی

10 ثور 1399 ساعت 12:02



طالبان وایي، دوی  د برېښنا له سیستم سره هیڅ ستونزه نلري او د نړول شوې پايې په پېښه کې دخیل ندي.
طالب ویاند «‌ذبیح الله مجاهد» پر خپل ټویټر لیکلي «د کابل ولایت اړوند میربچه کوټ کې د بريښنا د پایې نړول د اسلامي امارت د مجاهدینو پورې اړه نه لري، مجاهدین د بریښنا له سیستم سره هيڅ ستونزه نه لري.»
د برېښنا دغه وارداتي پایه دوې شپې وړاندې په میربچه کوټ ولسوالۍ کې د نامعلومو کسانو له لوري نړول شوې وه، چې له امله یې د کابل ښار برېښنا هم ورسره غوڅه شوې وه.
د برېښنا ریاست وایي، د یادې پایې رغول دېرش زره  ډالرو مصرف ته اړتیا لري او د اوس لپاره په مؤقتي ډول رغول شوې.
 


د مطلب کود: 208874

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/208874/طالبان-وایي-د-برېښنا-پایو-نړول-ددوی-کار-نه-دی

آوا
  https://www.avapress.com