طالبان وایي، دوی د برېښنا له سیستم سره هیڅ ستونزه نلري او د نړول شوې پايې په پېښه کې دخیل ندي.
طالب ویاند «ذبیح الله مجاهد» پر خپل ټویټر لیکلي «د کابل ولایت اړوند میربچه کوټ کې د بريښنا د پایې نړول د اسلامي امارت د مجاهدینو پورې اړه نه لري، مجاهدین د بریښنا له سیستم سره هيڅ ستونزه نه لري.»
د برېښنا دغه وارداتي پایه دوې شپې وړاندې په میربچه کوټ ولسوالۍ کې د نامعلومو کسانو له لوري نړول شوې وه، چې له امله یې د کابل ښار برېښنا هم ورسره غوڅه شوې وه.
د برېښنا ریاست وایي، د یادې پایې رغول دېرش زره ډالرو مصرف ته اړتیا لري او د اوس لپاره په مؤقتي ډول رغول شوې.