دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۳
د مطلب کود : 208875

یو شمېر کابل ښاریان وايي: د مخابراتي شبکو هغه ژمنې چې د قرنطین او روژې په خاطر به د انټرنیټي خدماتو کیفیت ښه او بیې کمې کړي؛ تر اوسه نه دي پلي شوې.
دوی وايي: لا هم د مخابراتي شبکو د انټرنېټ کیفیت له صفر سره ضرب دی.
د ښاریانو په وینا: «سره له دې چې د انټرنېټ د خراب کیفیت له امله د خلکو زیاتره انلاین چارې په سمه توګه نه ترسره کیږي؛ بیا هم د مخابراتي شبکو له لوري د انټرنیټي کڅوړو بیې نه کمیږي».
ښاریان یاد شرکتونه تورنوي، چې د ولس له مجبورۍ بده استفاده کوي او په وینا یې: تېر کال روژه کې د انټرنېټ بیه او کیفیت لږ څه ښه شوي وو؛ مګر سږ کال له بل هر وخت زیات خراب دي.
کابل میشتي محصل نجیب هڅاند نن ټکي آسیا ته په خبرو کې وویل: «خلکو د انټرنېت له کیفیت نه هر وخت سر ټکولی؛ خو تر نننه یې چا غږ نه دی اورېدلی، مونږ ټول له ستونزو سره مخ یوو. د یو محصل په صفت زه نشم کولی انلاین زده کړې او تعلیمي کورسونه د ضعیف انټرنېټ او لوړې بیې له امله تعقیب کړم».
بل لور ته یو شمېر کارپوهان په دې اند دي، چې: حکومت او د مخابراتو خصوصي سکتور باید د ګډ میکانېزم له امله د ګرځبندیز پر مهال خلکو ته د انټرنېټ بیې کمې او کیفیت یې ښه کړي.
باید وویل شي، چې څه موده وړاندې د کمزوري انټرنيټي خدماتو له امله د «اترا چیرې ده؟» تر سرلیک لاندې په ټولنیزو رسنیو کې کمپاین پیل شوی و؛ خو نتیجه یې لا هم نه لیدل کیږي.
په ورته مهال د مخابراتو د تنظیم (اترا) مشر سید حارث مهر هم مني، چې مشکلات شته؛ خو په وینا یې: مخابراتي شبکې تل د خراب او ټیټ کیفیت لرونکي انټرنېټي خدماتو له امله جریمه شوې».
 
https://avapress.com/vdcfecd0tw6dxca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته