دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۴
د مطلب کود : 208881
کابل کې بریدګر ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله
د راپورونو له مخې د کابل ښار چهار آسیاب ولسوالۍ اړوند ریشخور سیمه کې ځانمرګی برید شوی، چې ۱۸ کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
کورنیو چارو وزارت وايي، پېښه نن سهار اته بجې ( چهارشنبه غويي ۱۰ ) د کابل ښار چهار آسیاب ولسوالۍ اړوند ریشخور سیمه کې رامنځته شوې، چې درې کسان وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپيان شوې دي.
د  کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین رسنیو ته وویل، بریدګر خپلو چاودېدونکو توکه ته د ملکي کسانو منځ کې چاودنه ورکړې، چې درې ملکیان پکې وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
هغه د پېښې په غندلو سره وویل، چې دا برید د افغانستان د دښمنانو لخوا ترسره شوی، خو دا یې په ډاګه نه کړه چې برید د کومې جنګي ډلې لخوا ترسره شوی دی.
یو شمېر راپورنو وايي، چې بریدګر د ځانګرو ځواکونو پر قره ول برید کړی، خو کورنیو چارو وزارت داسې څه نه قبلوي.
تر اوسه د یادې  پېښې مسؤلیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcc44qis2bqx48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته