دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۳۲
د مطلب کود : 208887
د سورئې دحلب ولایت په عفرین ښار کې په یوه ټینکر کې دکیښودل شوي بم چاودنې له امله شل کسان وژل شوي او کابو څلویښت نور ټپیان شوي دي .

 په دغې چاودنې کې په سیمې کې ولاړو ډيرو زیاتو ګاډو ته هم  تاوانونه اوښتي  او  همداراز ډيرې ودانۍ هم نړیدلی دي .
داهم ویيل شوي  چې د سورئې په عفرین ښار کې   په تیرو  څلورویشتو ساعتونو کې   دا دوهمه چاودنه ده ، په لومړنۍ چاودنې کې   هم  چې په ترند سړک باندې شوي یو شمیر تاوانونه اوښتي دي .
عفرین ښار  له تیرو دوو کلونو راهسې  د ترکیې دپوځ  او د هغو ترملاتړ لاندې د وسلوالو ترهه ګرو ډلو  ترسلطې لاندې دی .
 
https://avapress.com/vdcivvaryt1auv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته