کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو شمېر نژدې ۲زرو ته ورسېد

10 ثور 1399 ساعت 13:32

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس د ۱۱۰ نورو مثبتو پېښوثبتېدو خبر ورکړ چې تر نیمايي زیاې یوازي په کابل ولایت کې ثبت شوي دي.


روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۳۹۳ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۱۱۰ یې مثبت ثابت شوي دي.
په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۹۳۹ تنه ورسېد.
د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار نن چهارشنبه اپرېل۲۹(غويي۱۰)په کابل کې خبریالانو ته وویل چې له یادو پېښو څخه ۵۸ یې په کابل، ۱۵ کندهار،۱۲ پکتیا،۶ غزني،۵ لغمان، ۵ ننګرهار،۳ تخار، ۳ فراه،۲ هلمند او کندز کې هم یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.
ښاغلي مایار وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دي چې د مخنیوي لپاره یې باید خلک روغتیايي لارښوونې عملي کړي.
پر همدې مهال د افغانستان د زندانونو د چارو تنظیم اداره وايي، له تیرو دوو ورځو راپدېخوا د عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ د زندانیانو د کرونا ویروس عاجل معاینات پیل شوي چې د ۴۷ زندانیانو معاینات مثبت ثابت شوي دي.
د زندانونو د چارو تنظیم ادارې ویلي چې په یادو کسانو کې یو تنه ښځینه زنداني، ۷ تنه د مخدره موادو د خاص زندان بندیان او پاتې نور د مرکزي زندان بندیان شامل دي.
د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.
په امریکا کې د جانس هاپکنس د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د چهارشنبې تر غرمې اپریل۲۹ (غويي۱۰) پورې ۲۱۷۲۱۲ کسان مړه کړي او تر درې میلیون زیات پرې اخته دي.
دا ویروس اوس د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو کې خپور شوی دی.


د مطلب کود: 208890

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/208890/افغانستان-کې-د-کرونا-ویروس-مثبتو-پېښو-شمېر-نژدې-۲زرو-ته-ورسېد

آوا
  https://www.avapress.com