دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۳۷
د مطلب کود : 208900
د بالیوډ نامتو ستوری عرفان خان د ۵۳ کلنو په عمر مړ شو
د بالیوډ سېنما نامتو ستوری عرفان خان پرون سه شنبه (اپریل ۲۹) د کولمو عفونت د ناروغۍ له امله د ممبی ښار په یوه روغتون کې ساه ورکړه.
ګارډین ورځپاڼې ویلي چې د ۲۰۱۸ کال په مارچ میاشتې کې رسنیو اعلان وکړ چې خان په کولمو کې تومور لري.
له هغه وروسته عرفان خان خپله درملنه وکړه او په خپل وروستي فلم (Angrizi Medium) یې کار پیل. هغه فلم چې خپرېدل یې په هند کې د کرونا ویروس د خورېدو له امله ځنډېلي دي.
عرفان لږ تر لږه په ۸۰ فلمونو او تلویزیوني ډرامو کې لوبېدلی دی. هغه د بالیوډ تر څنګ په غربي سینماوو کې هم ښه فلمونه لوبولي.
د اوسکار جایزې ګټونکی (Life of Pie) د عرفان خان تر ټولو نامتو فلم بلل کیږي.
دغه فلم کې د عرفان خان ښه ځلېدل چې په ۲۰۱۲ زېږدیز کال کې جوړ شوی په شرق او غرب کې د دغه اداکار مینه وال ډېر کړل.
خان په ۱۹۶۶ کال کې د هند په جیپور کې په یوې متوسطې کورنۍ کې زېږیدلې و. د هغه پلار ټېرونه خرڅول.
له هغه وروسته چې عرفان خان ونه کړای شول د کرکټ یو تکړه لوبغاړی شي نو سینما ته یې مخه کړه.
خان د ډرامې ښوونځی پیل کړ او په خپل هنري ژوند کې یې کوښښ وکړ چې په لویو سینمايي نقشونو کې ادارکاري وکړي.
https://avapress.com/vdce7v8w7jh87oi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته