دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۰
د مطلب کود : 208936
د کابل حکومت د زندانونو چارو د تنظیم مسئولین وایي، په څرخي پله زندان کې یې د کرونا د ازموینو لړۍ روانه ساتلې او تر دې دمه یې ۷۵ مثبتې پېښې ثبت کړې. د زندانونو چارو د تنظیم ادارې ویاند «فرهاد بایاني» په همدې تړاو ازادي رادیو ته ویلي، چې له تېرو دریو ورځو راهیسې يې د عامې روغتیا وزارت په مرسته په دې زندان کې د کرونا ویروس د لا خپراوي د مخنیوي په هدف په ټولو زندانونو کې روغتیايي معاینات پیل کړي دي او له منځه يې په پلچرخي زندان کې ۷۵ مثبتې ثبت شوې.

د بایاني په قول، په کرونا اخته دا زندانیان په مخدره موادو او ښځینه زندانیانو په بلاکونو کې بندینان دي.
که څه هم یو شمېر زندانیانو رسنیو ته له روان وضعیت شکایت کړی او ادعا لري، چې حکومت اسانتیاوې نه دي برابرې کړې؛ خو بایاني وایي، ټولو روغتونونو ته یې لومړني روغتیایي توکي لېږلي او تر څنګ به یې د تراکم د له منځه وړلو په هدف د اشرف غني د فرمان په اساس، زرګونه بندیان خلاص شي.
د افغانستان په زندانونو کې د کرونا مثبتې پېښې داسې مهال په لوړېدو دي، چې له کرونا سره د مبارزې په برخه کې د حکومت په کړنو جدي نیوکې کېږي.
که څه هم حکومت وايي، په کرونا اخته کسان د نشه یي توکو او ښځینه زندانیانو په بلاکونو کې دي، خو له زندان څخه په یو شمېر خپرو شویو ویديويي کلیپونو کې سیاسي بندیان هم له روان حالت سر ټکوي او ادعا لري، چې سلګونه بندیان کورونا ته ورته نښې لري او ناروغ دي.
بل لور ته طالبان وایي، په بیا، بیا یې زندانونو ته د کرونا د سرایت په اړه اندېښنې شریکې کړې، خو بشري بسنټونو او چارواکو ورته پاملرنه ونکړه؛ نو ځکه که یې بندیانو ته تاوان ورسېږي، د هر تلف شوي فرد سخت غچ به واخلي.
 
https://avapress.com/vdcdsj0x9yt0zn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته