دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۲
د مطلب کود : 208937
عبدالله د روسیې له سفیر سره د مسکو او کابل په دوه اړخیزو اړیکو غږېدلی

 «عبدالله عبدالله» په کابل کې د روسیې له سفیر «الکساند مانتیتسکي» سره لیدلي او د مسکو او کابل په دوه اړخیزو اړیکو ورسره غږېدلی.
له سپېدار ماڼۍ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لورو د افغانستان په روان وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې او عبدالله له نوموړي مننه کړې، چې د روسيې او افغانستان د اړیکو په غښتلتیا کې یې زیار ایستلی.
 
https://avapress.com/vdcexv8wfjh87oi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته