خوښ ديک ۰

د رونټيا د څار بنسټ: حکومت د کرونا مرستې په انحصار کې ساتي

په داسې حال کې، چې د نورې نړۍ په څېر افغانستان هم د کرونا له وژونکې ناروغۍ سره مخ دی او نړیوال ملاتړي یې د مخنیوي لپاره مرستې کوي؛ د افغانستان د رونټيا د څار بنسټ وایي، حکومت دا مرستې په انحصار کې ساتي، چې له امله یې بې باوري رامنځته شوې او نړیوال یې له مرستو راګرځولي. ددې بنسټ مسئولین وایي، د حکومت له لوري ددې مرستو انحصار د بې باورۍ لامل ګرځي او د مرسته کوونکو هیوادونو او حکومت تر منځ بې باوري رامنځته کوي.

د رونټيا د څار بنسټ مشر «اکرام فضلي» طلوع نیوز ته ویلي « د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د نړیوالو مرستو په برخه کې د حکومت انحصار تزلزل رامنځته کوي او لږ باور چې پاتې دی، هغه هم له منځته وړي.»
د ولسي جرګې یو تن غړی «میرحیدر افضلي» هم په ورته نظر دی، نوموړی وایي « ټوله نړۍ کې مرستې د موسساتو او بنسټونو لخوا لګول کیږي. لکه د ډپلیو اچ او یو اس اې آی ډي لخوا لګول کیږي. هیڅ ځای کې داسې نشته چې پېښې مستقیم دولت ته ورکړل شي او د دولت لخوا ولګول شي.»
د پارلمان یو بل تن وکیل «ګل رحمان همدرد»  بیا وايي، نړۍ د سیستم محوري کار په لټه کې ده؛ خو ارګ بیا فرد محوري کار کوي، چې له امله یې نړیوال ملاتړي له افغانستان سره مرستو ته زړه نه ښه کوي.
څارونکي داسې مهال حکومت د مرستو په انحصار تورنوي، چې په هیواد کې د کرونا له امله د بېوزلۍ او بېکارۍ کچه لوړه شوې او هیوادوال له ګڼو ستونزو سره مخ شوي؛ خو حکومت یې لا هم د مخنیوي لپاره جدي ګامونه ندي اخستي.
 
پنجشنبه ۱۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۴
د مطلب کود: 208938 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *