دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۵
د مطلب کود : 208939
په کابل کې د غني او عبدالله د سیاسي اختلافاتو په دوام د اروپایي اتحادیې د غړو هیوإدونو یو شمېر سفیرانو او په کابل کې ددې اتحادیې پلاوي د یوې اعلامیې له لارې ګواښ کړی، که سیاسي بحران حل نشي، دا به په راتلونکو مرستو منفي اغېز وشیندي. دغه څرګندونې د اروپايي اتحاديې د غړو هیوادونو یو شمېر سفیرانو د ناروې له سفیر سره په ګډه، له عبدالله عبدالله سره تر تلیفوني خبرو وروسته کړې.

دوی ویلي، سیاسي اختلافات باید پای ته ورسېږي او ملي اړتیاوې باید تر هر څه وړاندې مطرح شي او که داسې ونشي، د افغانستان د خلګو غوره راتلونکې به په خطر کې ولوېږي.
اعلامیه کې زیاته شوې « د افغانستان د عمده ملاتړو او ملګرو په حیث موږ له عبدالله عبدالله سره د خبرو په مهال دا اندېښنه څرګنده کړه، چې که د سیاسي اختلافاتو په حل کې پرمختګ ونه لیدل شي، دا به په امنیتي او رغنیزه برخه کې په کېدونکو مرستو ناوړه اغېز ولري.»
اعلامیه کې د اروپایي اتحاديې استازو عبدالله عبدالله د حساب وړ شخص بللی، چې ددوی په خبره، کولای شي له ډيموکراټیکو لارو څخه په کار اخستلو روان بحران حل کړي او ټينګار شوی، چې اوس هغه وخت رارسېدلی دی، چې خپلې ټولې هڅې له کرونا سره په مبارزې او د حالت د کابو کولو په موخه د مذاکراتو په پیل ولګول شي.
 
https://avapress.com/vdcgw79xyak9zy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته