کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چین افغانستان سره په پوله لوی هوايي ډګر جوړوي

11 ثور 1399 ساعت 9:56

د یو کمربند یوې لارې سترې پروژې د تطبیق په لړ کې چین غواړي افغانستان سره په پوله سینکیانګ ایالت کې یو لوی هوايي ډګر جوړ کړي، چې د مسافرو ترڅنګ به د هوايي ټرانزیټ لپاره هم ورڅخه کار اخیتسل کیږي.
د چینايي رسنیو د راپور ترمخه دغه هوايي ډګر د افغانستان بدخشان ولایت سره په پوله د چین په سینکیانګ ایالت کې د ۲۷۰ ملیونه ډالرو په مصرف جوړیږي او د اړتیا په صورت کې له ځانګړو شوو پیسو اضافي هم لګښت هم ورته منظورېدلای شي.



په راپور کې راغلي، ددې هوايي ډګر له لارې به هر کال ۱۶۰ زره مسافر چین ته تګ راتګ کولای شي او هم به ۴۰۰ ټنه سوداګریز توکي ټرانزیټ کیږي.
چین په داسې مهال افغانستان سره په پوله ستر هوايي ډګر جوړوي، چې هرکال زرګونه افغان سوداګر د دوبۍ، پاکستان او نورو مختلفو لارو نه چین ته سفر کوي او خپل سوداګریز مالونه هم په ډیرو اوږدو لارو هېواد ته را انتقالوي، چې له یو پلوه یې لګښت زیات راځي او له بل پلوه ډیر وخت هم ورباندې ضایع کیږي.
 


د مطلب کود: 208940

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/208940/چین-افغانستان-سره-په-پوله-لوی-هوايي-ډګر-جوړوي

آوا
  https://www.avapress.com