دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۶
د مطلب کود : 208940
د یو کمربند یوې لارې سترې پروژې د تطبیق په لړ کې چین غواړي افغانستان سره په پوله سینکیانګ ایالت کې یو لوی هوايي ډګر جوړ کړي، چې د مسافرو ترڅنګ به د هوايي ټرانزیټ لپاره هم ورڅخه کار اخیتسل کیږي. د چینايي رسنیو د راپور ترمخه دغه هوايي ډګر د افغانستان بدخشان ولایت سره په پوله د چین په سینکیانګ ایالت کې د ۲۷۰ ملیونه ډالرو په مصرف جوړیږي او د اړتیا په صورت کې له ځانګړو شوو پیسو اضافي هم لګښت هم ورته منظورېدلای شي.

په راپور کې راغلي، ددې هوايي ډګر له لارې به هر کال ۱۶۰ زره مسافر چین ته تګ راتګ کولای شي او هم به ۴۰۰ ټنه سوداګریز توکي ټرانزیټ کیږي.
چین په داسې مهال افغانستان سره په پوله ستر هوايي ډګر جوړوي، چې هرکال زرګونه افغان سوداګر د دوبۍ، پاکستان او نورو مختلفو لارو نه چین ته سفر کوي او خپل سوداګریز مالونه هم په ډیرو اوږدو لارو هېواد ته را انتقالوي، چې له یو پلوه یې لګښت زیات راځي او له بل پلوه ډیر وخت هم ورباندې ضایع کیږي.
 
https://avapress.com/vdci5varut1au32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته