کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل: د ځانګړو ځواکونو په قراول نني برید کې ۱۸ تنه مړه او ژوبل شوي

11 ثور 1399 ساعت 9:58

امنیتي چارواکي وايي، د کابل ښار ریشخور سیمه کې د ځانګړو ځواکونو په قراول د نن ورځې ترسره شوي برید کې ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین رسنیو ته ویلي، دا برید د چهارشنبې اته بجې د کابل ولایت چهار آسیاب ولسوالۍ اړوند ریشخور سیمه کې د ځانګړو عملیاتي ځواکونو په قراول ترسره شوی دی.
آرین زیاتوي، یو تن بریدګر چې پلی روان ؤ او چاودېدونکي توکي یې په ځان پورې تړلي وو، د ځانګړو ځواکونو قراول ته څېرمه یې د ملکیانو په منځ کې ځان ته انفجار ورکړی، چې له امله یې ۳ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.



تردې وړاندې یوې امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلي ؤ، چې دغه برید د ځانګړو عملیاتي ځواکونو د قراول دننه  ترسره شوی او په ترڅ کې یې ۳ تنه سرتیري مړه او ۷ نور ژوبل شوي دي.
ددې برید مسئولیت تراوسه هیڅ یوې وسله والې ډلې په غاړه اخیستی نه دی.
په کابل کې د ځانګړو ځواکونو ستر نظامي مرکز په داسې مهال د برید هدف ګرځي، چې تیره ورځ له همدغه نظامي مرکز څخه د لیدنې پرمهال په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر طالبانو ته خبرداری ورکړی ؤ، که خپل عملیات کم نه کړي، د امریکايي ځواکونو له غبرګون سره به مخ شي.
د ځانګړو عملیاتي ځواکونو د روزنې او قوماندې لوی مرکز چې د کابل ولایت چهار آسیاب ولسوالۍ اړوند ریشخورو نظامي فرقې سره خواکې موقعیت لري، د امنیتي ځواکونو تر جدي څار او مراقبت لاندې وي او هلته نیږدې هیڅ غیر مربوطه او ملکي کسانو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کیږي.
 


د مطلب کود: 208942

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/208942/کابل-د-ځانګړو-ځواکونو-په-قراول-نني-برید-کې-۱۸-تنه-مړه-او-ژوبل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com