امنیتي چارواکي وايي، د کابل ښار ریشخور سیمه کې د ځانګړو ځواکونو په قراول د نن ورځې ترسره شوي برید کې ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین رسنیو ته ویلي، دا برید د چهارشنبې اته بجې د کابل ولایت چهار آسیاب ولسوالۍ اړوند ریشخور سیمه کې د ځانګړو عملیاتي ځواکونو په قراول ترسره شوی دی.
آرین زیاتوي، یو تن بریدګر چې پلی روان ؤ او چاودېدونکي توکي یې په ځان پورې تړلي وو، د ځانګړو ځواکونو قراول ته څېرمه یې د ملکیانو په منځ کې ځان ته انفجار ورکړی، چې له امله یې ۳ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.