دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۹
د مطلب کود : 208943
د ملي پیوستون نهضت مشر سید اسحاق ګيلاني وايي، که دواړه لوري د سیاسي بحران پایته رسېدو په هدف توافق ته ونه رسېږي نو د دې امکان شته چې نړیواله ټولنه پر درېیم انتخاب غور وکړي او د سولې ګروپ جوړولو له لارې د افغانستان مسئلې ته حل لار ومومي.

که څه هم د ارګ او سپېدار ماڼۍ ترمنځ د سیاسي اختلافاتو د حل په موخه هڅې روانې دي؛ خو دواړه لوري تر اوسه کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

 ډاکتر عبدالله عبدالله د کومې طرحې له شریکو پرته وار له مخه له ارګ سره تماسونه ټینګ کړي او د دواړو لوریو ترمنځ خبرې روانې دي؛ خو د عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم وايي چې ډېر ژر به له مقابل اړخ سره مذاکرات پیل کړي.
بل لورته د ارګ او سپیدار ترمنځ د سیاسي مشرانو منځګړي هئیت ته نږدي سرچینې وايي چې دواړه لوري توافق ته نږدي شوي وو؛ خو ټیمي اختلافاتو دغه پروسه ټکنۍ کړې ده.
د حراست او ثبات شورا ویاند مسعود ترشتوال او د ولسي جرګې خان اغا رضایی وايي، دواړه اړخونه دې د سیاسي بحران ختمولو لپاره نرمښت وښيي، که نه پایلې به یې خطرناکې وې.
 
https://avapress.com/vdcbawb5frhbg9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته