د یاد وزارت مرستیال، وحید مجروح چې نن پنشنبې(د غويي په ۱۱مه نېټه) کابل کې د خبري ناستې پرمهال خبرې کولې، وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې له تازه ۲۳۲ پېښو له ثبت سره هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۱۷۱ ته رسیږي.
د ښاغلي مجروح په خبره، د یاد سمېر له ډلې کندهار کې (۴۵)، بلخ (۴۱)، هرات (۳۴)، کابل (۲۰)، غزني (۱۲)، پکتیا (۱۰)، لوګر (۱۰)، سمنګان (۹)، پنجشېر (۹)، تخار (۸)، کندز (۷)، بغلان (۵)، ننګرهار (۵)، بادغیس (۴)، وردک (۴)، لغمان (۳)، پکتیکا (۲)، پروان (۲)، سرپل (۱) او فاریاب کې(۱)، ده.
دی زیاتوي چې تر اوسه پورې د کووید۱۹ ناروغۍ له کبله ۶۴ تنه مړه شوي او ۲۶۰ تنه هم روغ شوي دي.
مجروح وړاندې وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ټول هېواد کې د کرونا ویروس ازمویښت لپاره ۵۸۱ نښې کتل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې نړۍ کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر ۲۲۷ زرو ته رسېدلی او له دریوو میلیونو ډېر روغ شوي هم دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس