دخپریدو نیټه :جمعه ۱۲ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۵۰
د مطلب کود : 209020
د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي دیبرا لاینز سره خبرو کې ویلي د ولسمشرۍ ټاکنو جنجال ختم شوی او څو ورځو کې به عبدالله عبدالله د سولې شورا مشر شي.
سرور دانش د پنجشنبې په ورځ ناوخته د ملګريو ملتونو له ځانګړي استازي سره د ویډیو له لارې خبرې کړې دي.
د ښاغلي دانش فیسبوکپاڼه کې د دې ویډیويي خبرو په رپوټ کې د نوموړي له خولې ویل شوي:
"ډېر ژر ممکن د ډاکټر عبدالله عبدالله او ولسمشرغني ترمنځ سیاسي کړکېچ پای ته ورسېږي".
ښاغلی دانش زیاتوي: "تر څو راتلونکو ورځو دواړه لوري هوکړه کوي او ښاغلی عبدالله به د سولې شورا مشر شي".
 
https://avapress.com/vdcir3arut1auu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته