دخپریدو نیټه :جمعه ۱۲ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۰
د مطلب کود : 209023
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چین به په خپل ټول توان هڅه وکړي چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ده د بریالیتوب مخه ونیسي. ټرمپ رویټرز خبري اژانس سره مرکه کې یو ځل بیا پر چین نیوکې کړې او ویلي یې دي چې دا هېواد به د امریکا له اړخه د کورونا وېروس د خپرېدو په تړاو له ډېرو احتمالي عواقبو سره مخامخ شي. هغه ویلي چین باید نړۍ د دې ساري ناروغۍ په اړه له وړاندې خبره کړې وای.
خو ډېر کله پر ښاغلي ټرمپ له دې امله تور پورې کیږي چې د کورونا وېروس له امله د رامنځته شوي کړکیچ د مخنیوي لپاره یې کافي هڅې نه دي کړي.
کورونا وېروس د امریکا اقتصاد چې له دې وړاندې په خورا ښه حالت کې وو، زیانمن کړی، او همدا ښه اقتصادي حالت د راتلونکې نومبر میاشتې په ټاکنو کې د ښاغلي ټرمپ لپاره مثبت ټکی و.
خو نوموړي چې له چین سره یې سوداګریزه جګړه پیل کړې وه په دې اړه څه ونه ویل چې له بېجینګ سره به څه کوي.
د امریکا ولسمشر دې مرکه کې رویټرز ته ویلي: " ډېر داسې څه شته چې زه یې کولی شم. موږ ګورو چې څه کیږي".
ښاغلي ټرمپ زیاته کړه: "چین به په دې سیالۍ کې زماد ناکامۍ لپاره هر هغه څه وکړي چې په وس کې یې وي".
 
https://avapress.com/vdcb59b5frhbggp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته