کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مور یې خوراکي توکو پسې لیږلی و هغه کور ته ناوې راوسته

12 ثور 1399 ساعت 10:35

لکه څرنګه چې د کرونا وبا له کبله نږدې په هر هېواد کې په ګرځېدو بندیز لګېدلی خو ددې بندیز د ماتولو سربېره خلک ځینې نور داسې کارونه هم کوي چې د حیرانتیا وړ ګرځي.
د هندوستان په اترپردیش ایالت د صاحب اباد په سیمه کې یوې مور د پولیسو په حوزه کې نادره قضیه ثبته کړې چې زوی یې د ګرځبندیز پرمهال له کوره په خوراکي توکو راونیولو پسې لیږلی و خو هغه له بهر څخه کور ته له ځان سره ناوې راوستله.



دغې مور پولیسو ته ویلي چې د خپل زوی په واده نه خوښه ده او نه هم خوشاله.
بل لوري ته ۲۶ کلن کس چې ګډو نومیږي پولیسو ته ویلي، ۲ میاشتې وړاندې یې پټ واده کړی او د مور له ویرې یې میرمن کور ته نه شوه راوستلی، د نوموړي په وینا چې هېواد کې په ګرځېدو بندیز دې ته اړ کړ تر څو خپله میرمن په دهلي کې د کرایې له کوره راوباسي او د خپل ملګري کور کې یې تم کړي، خو بلاخره په یوه نه یوه بهانه يې خپل کور ته راولي، «هماغه و چې د خوراکي توکو په بهانه ووتلم او میرمن مې له ځان سره راوستله».
دغه ځوان زیاتوي، مونږ هغه مهال ونشو کړای د واده اسناد ترلاسه کړو، ځکه چې په عین وخت کې شاهدان موجود نه وو او اوس د ګرځبندیز له کبله اسناد نه شو ترلاسه کولی.
پولیسو له قضیې ثبتولو وروسته د مور په اجازه دغه ځوان او میرمن کور کې پریښې دي.
باید وویل شي چې په هند کې تر دې دمه د کرونا ویروس مثبتې پېښې له ۳۱زرو څخه پورته دي او له ۱۰۰۰ زیات کسان مړه شوي دي.
 


د مطلب کود: 209029

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209029/مور-یې-خوراکي-توکو-پسې-لیږلی-هغه-کور-ته-ناوې-راوسته

آوا
  https://www.avapress.com