دخپریدو نیټه :جمعه ۱۲ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۵
د مطلب کود : 209029
لکه څرنګه چې د کرونا وبا له کبله نږدې په هر هېواد کې په ګرځېدو بندیز لګېدلی خو ددې بندیز د ماتولو سربېره خلک ځینې نور داسې کارونه هم کوي چې د حیرانتیا وړ ګرځي. د هندوستان په اترپردیش ایالت د صاحب اباد په سیمه کې یوې مور د پولیسو په حوزه کې نادره قضیه ثبته کړې چې زوی یې د ګرځبندیز پرمهال له کوره په خوراکي توکو راونیولو پسې لیږلی و خو هغه له بهر څخه کور ته له ځان سره ناوې راوستله.

دغې مور پولیسو ته ویلي چې د خپل زوی په واده نه خوښه ده او نه هم خوشاله.
بل لوري ته ۲۶ کلن کس چې ګډو نومیږي پولیسو ته ویلي، ۲ میاشتې وړاندې یې پټ واده کړی او د مور له ویرې یې میرمن کور ته نه شوه راوستلی، د نوموړي په وینا چې هېواد کې په ګرځېدو بندیز دې ته اړ کړ تر څو خپله میرمن په دهلي کې د کرایې له کوره راوباسي او د خپل ملګري کور کې یې تم کړي، خو بلاخره په یوه نه یوه بهانه يې خپل کور ته راولي، «هماغه و چې د خوراکي توکو په بهانه ووتلم او میرمن مې له ځان سره راوستله».
دغه ځوان زیاتوي، مونږ هغه مهال ونشو کړای د واده اسناد ترلاسه کړو، ځکه چې په عین وخت کې شاهدان موجود نه وو او اوس د ګرځبندیز له کبله اسناد نه شو ترلاسه کولی.
پولیسو له قضیې ثبتولو وروسته د مور په اجازه دغه ځوان او میرمن کور کې پریښې دي.
باید وویل شي چې په هند کې تر دې دمه د کرونا ویروس مثبتې پېښې له ۳۱زرو څخه پورته دي او له ۱۰۰۰ زیات کسان مړه شوي دي.
 
https://avapress.com/vdchiwniw23nvvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته