خوښ ديک ۰

د افغانستان د اوړو د فابریکو انجمن: وطني اوړه تر خارجي هغو ارزان دي،خو دولت یې نه پېري

د افغانستان د اوړو د فابریکو د انجمن مشر وایي، دوی تیار دي په هیواد کې د لوړ معیار وطني اوړه په ارازنه بیه دولت ته وړاندې کړي، خو حکومت برعکس بهرني اوړه په لوړ قیمت پېري او له وطني تولیداتو سره دوه ګونی او «منافقانه» چلند کوي.
د یاد شوي انجمن له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی په دې وروستیو کې د ستر زیان په جبران کولو سره، د احتکار کوونکو په وړاندې ودرېدل او قمیتونه یې تر خپله وسه متوازن په خپل ځای وساتل، خو حکومت اوس پرته له دې چې دې قربانۍ ته وګوري، له وطني تولیداتو سره دوه ګونی چلند کوي.
خبرپاڼه کې وړاندې راغلي « لکه چې خبر یاست، حکومت په کابل ښار کې د وچې ډوډۍ توزیع پيل کړې او تر دې وروسته په نورو ښارونو کې هم پيل کېږي، حکومت قزاقي او پاکستاني اوړه په ۵۲۰ امریکایي ډالره پېرلي، حال دا چې وطني اوړه په ۴۸۰ ډالره پېرل کېدای شي.»
د اوړو د فابریکو د انجمن مشر وایي، کله چې د قربانۍ وخت راشي، د وطن خبره مطرح کېږي، خو اوس بیا د پېرلو په وخت کې بهرنیو جنسونو ته اولویت ورکول کېږي او داخلي اوړه په  ۴۰ ډالره کم نرخ هم نه پېري.
یاد انجمن په خپله خبرپاڼه کې د روان حالت د مخنیوي غوښتنه کړې.
بشپړ پیغام لاندې ولولئ
سلام و عرض ادب خدمت اکابرین اطاق بالخصوص کمینزاده و پیمان صاحب.
طوریکه در جریان هستید بعد از.شیوع ویروس کرونا قیمت های ارد که به یکبارگی بسیار بلند رفت لیکن انجمن فابریکات تولیدی آرد افغانستان با همکاری تمامی فابریکه داران با برداشت خسارات جبران ناپذیر در مقابل احتکار ایستادگی و مقاومت کرد و قیمت ها را در حالت مناسب و متوازن نگهداشت.
حالا طوری که اطلاع دارید دولت توذیع نان خشک را به مردم در شهر کابل شروع کرده است که بعدا به دیگر تمامی شهر های بزرگ نیز این پروسه شروع میشود.
طوریکه اطلاع حاصل نمودم شاروالی کابل ارد های پاکستانی و قزاقی را به قیمت ۵۲۰ دالر آمریکایی از علافان خریداری کرده است.
حالاکه فابریکات ما در کابل بهترین ارد غنی شده را حاضر است به قیمت ۴۸۰دالر آمریکایی فی تن به دولت بفروشد. وقتیکه قربانی و مشکل باشد تولید وطن ولی وقت خریداری جنس خارجی.
این معیار دوگانه دولت در مقابل تولیدات داخلی نا قابل برداشت و در حقیقت یک خیانت ملی است.
صرف بخاطر اینکه ما در فساد شامل نمی شویم از ما جنس خریداری نمیکنند.
انجمن فابریکات تولیدی آرد افغانستان حاضر است که در سرتاسر افغانستان در هر جای که دولت به ارد ضرورت داشته باشند به قیمت ارزان فرآهم سازند.
لطفا نگذارید که تاجران با هنر و فریب صنعت های نو پا ما را به تباهی بکشند.
باید که به تولید داخلی ۲۵ فیصد اظافی پول بدهند ولی از ما ۴۰ دالر کمتر ازنرخ نمی گیرند .
لطفا از هر طریق ممکن جلو این فساد را بگیرید تا فابریکات ما واپس به کار شروع نمایند و به جوانان زمینه کار فراهم گردد.
السلام
حاجی هاشم غزنیوال
رئیس انجمن فابریکات تولیدی آرد افغانستان
 
جمعه ۱۲ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۶
د مطلب کود: 209030 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *