د ماشوم ملاتړې نړیواله خیریه اداره وایي، موندنې ښيي چې د ۷،۳ میلیون ماشومانو په ګډون د افغانستان دریمه برخه وګړي په اپرېل او مې میاشت کې د خوړو کمښت سره مخ دي.
ماشوم ملاتړې اداره: له ۷ میلیونو ډېر افغان ماشومان د خوړو سملاسي خوندیتوب ته اړتیا لري
12 ثور 1399 ساعت 12:50
د ماشوم ملاتړې نړیواله خیریه اداره وایي، موندنې ښيي چې د ۷،۳ میلیون ماشومانو په ګډون د افغانستان دریمه برخه وګړي په اپرېل او مې میاشت کې د خوړو کمښت سره مخ دي.
دا اداره خپل تازه رپوټ کې غوښتنه کوي چې افغانستان کې اړمنو ماشومانو ته سملاسي خواړه ورسول شي:
"په داسې حال کې چې افغانستان کې ماشومان د خپل دفاعي سیستم د پیاوړتیا لپاره ډېرو خوړو ته اړتیا لري، د قرنطین له امله د لومړنیو خوراکتوکو بیې زیاتې شوې او کورنیو ته د خوړو برابرول ګران شوي دي".
د خوړو نړیوال پروګرام اټکلوي چې تېره میاشت د افغانستان سترو ښارونو کې د غنمو او غوړیو بیه تر ۲۳ سلنې پورته شوې، خو د وریځو، شکرې او غلو دانو بیه له ۷ تر ۱۲ سلنې زیاته شوې ده او لامل یې هم دا بللی چې د عرضې سیستم د تقاضا ځواب نشي ویلی.
په داسې مهال چې د خوراکتوکو بیې لوړېږي، د خوړو اخیستلو لپاره د دیاړيمارو( د ورځانې کارګرو) وس کمېږي، ځکه د قرنطین له امله ورځانه یا دیاړي کمه شوې ده.
د مطلب کود: 209033