دخپریدو نیټه :جمعه ۱۲ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۹:۲۶
د مطلب کود : 209036
د افغانستان د بیارغوني امریکايي پلټونکی یا سیګار خپل تازه رپوټ کې د متحده ایالتونو کانګرېس ته خبرداری ور کوي چې د کمزوري روغتیايي سیستم، خوارځواکي، جګړې او نورو ستونزو سره ښايي افغانستان د کورونا له امله له روغتیايي ناورین سره مخ شي.
د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې، د سیګار د مشر جان سوپکو   دا رپوټ ښايي امریکايي چارواکو او قانون جوړوونکو کې دا اندېښنه ډېره کړي چې دا وبا د امریکا په مشرۍ د سولې هڅې ودروي.
له بلې خوا د روغتیا وزارت وايي، تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ۱۶۴ نورې مثبتې پیښې یې ثبت کړې دي، چې په دې سره افغانستان کې د کوویډ-۱۹ ناروغانو شمیر ۲۳۳۵ ته لوړ شو.
روغتیا وزارت دا هم وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې له دې ناروغۍ پنځوس تنه رغیدلي چې ټول رغیدلي ۳۱۰ ته ورسیدل، خو تازه ۴ نور بیا ترې مړه شوي چې د مړو شمیر بیا ۶۸ ته جګ شو.
د سیګار رپوټ وايي، کورونا وېروس افغانستان لا د مخه سخت ځپلی؛ لکه د سولې هڅو پېچلي کول او له نورو هېوادونو سره د پولو تړل کېدل چې ور سره سوداګریز او انساني تګ راتګ له ځنډ او ځنډ سره مخ شوي دي.
په رپوټ کې دا هم ویل شوي چې افغانستان کې ګڼې او ځانګړې زیان‌مننې، کمزوري رغتیایي او خوندیتوب سیستم، پراخه خوارځوکي، بې کنټروله پولې، خورا ډېر کورني بې ځایه شوي له ایران سره ګاونډیتوب او روان تاوتریخوالی داسې ښيي چې دا هېواد به راتلونکو میاشتو کې له روغتیايي ناورین سره مخ شي.
په رپوټ کې د سیګار د سرڅېړونکي جان سوپکو له خولې ویل شوی چې د افغانستان په څېر بې وزله هېواد کې د خوراکتوکو بیې زیاتېدل به کړکېچ نور هم زیات کړي.
 
https://avapress.com/vdcfm1d0vw6dxxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته