دخپریدو نیټه :جمعه ۱۲ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۲۰
د مطلب کود : 209043
امنیتي چارواکي وايي، د سرپل د والي او دوه نورو امنیتي چارواکو په کاروان د طالبانو کمیني برید کې ۷ کسه شهیدان شوی دیږ
د سرپل والي عبد القادر آشنا رسنیو ته ویلي، پرون د پنجشنبې په ورځ مازدیګر ددې ولایت په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې د طالبانو له کمین سره مخ شوی چې امنیه قومندان او د ملي امنیت رئیس هم ورسره مل وو.
نوموړی زیاتوي، سوزمه قلعه ولسوالۍ ته د نوي ولسوال د پيژندلو په موخه ورغلي وو، چې د بیرته راتلو پرمهال د طالبانو له کمین سره مخ شول او جګړه ونښته.
آشنا وايي، په دغه نښته کې دی، امنیه قومندان او د ملي امنیت رئیس بچ شوي؛ خو یو ساتونکی یې شهید او ۶ تنه نور زخمیان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې هکله څه ویلي نه دي؛ خو تردې وړاندې یې خبرداری ورکړی که افغان ځواکونه له خپلو سیمو څخه د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو ته د ور تلو هڅه وکړي، په وړاندې به یې غبرګون ښيي.
 
https://avapress.com/vdcdon0xsyt0zz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته