خوښ ديک ۰

په بلخ او لوګر کې د طالبانو بریدونو کې درنه مرګ ژوبله

د افغانستان د شمالي ولایت بلخ پر زارع او د لوګر ولایت پر بره کي برک ولسوالۍ د طالبانو بریدونو کې شاخوا پنځلس افغان سرتیري وژل شوي او په همدې شمېر کې د طالب وسله والو د وژلو ادعا شوې ده. د افغانستان دفاع وزارت وايي د بلخ پر زارع ولسوالۍ د طالبانو برید په شا تمبول شوی خو په دې برید کې د ملي اردو شپږ سرتیري وژل شوي او طالبانو ته هم ځاني تلفات اوښتي دي. دفاع وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې دا برید تېره شپه په دغې ولسوالۍ کې د افغان سرتیرو پر پوستو شوی.


بل لورته د زارع ولسوال سیف الرحمن رحماني بي بي سي ته وویل په دې برید کې پنځه تنه ځايي امنیتي سرتیري چې د ملي امنیت ادارې اړوند دي هم وژل شوي دي. خو هغه د ملي اردو د وژل شویو سرتېرو شمېر نهه تنه وښود.
زارع د مزار شریف ښار په سویل لوري کې موقعیت لري او د دغه ولایت یوه نا امنه ولسوالۍ ګڼل کیږي.
 
شنبی ۱۳ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۸
د مطلب کود: 209060 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *