کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کرېکټ: افغانستان د ټېسټ لوبو درجه بندۍ کې له بنګله دېش مخکې شو

13 ثور 1399 ساعت 9:46

د کرېکټ نړیوالې شورا د نارینه وو کرېکټ تېسټ سیالیو لپاره د لوبډلو نړیواله درجه بندي خپره کړې، چې له مخې یې افغانستان له بنګله دیش مخکې شوی او نهم ځای یې خپل کړی دی.


د سږ کال لپاره د درجه بندۍ لړ کې چې نن  ترسره کیږي په یوه ورځنیو لوبو کې هم افغان لوبډلې ته لسم ځای ورکړل شوی دی.
د ټیسټ لوبو په نړیواله درجه بندۍ کې اسټرالیا هند شاته کړی او لومړي حیثیت ته رسېدلې. په تازه درجه بندۍ کې له ۱۱۵ پواینټونو سره نیوزیلنډ دویم او هند له ۱۱۴ پواینټونو سره دریم ځای خپل کړی دی.
دغه راز د دې نوې درجه بندۍ له مخې په شل اووریزه سیالیو کې اسټرالیا لومړی مقام او پاکستان څلورم ځای لري.
 


د مطلب کود: 209062

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209062/کرېکټ-افغانستان-د-ټېسټ-لوبو-درجه-بندۍ-کې-له-بنګله-دېش-مخکې-شو

آوا
  https://www.avapress.com