کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

داعش ترهګرې ډلې په عراق کې په حشد الشعبي‌ ملیشو ترهګري بریدونه کړي

13 ثور 1399 ساعت 9:49


داعش ترهګرې ډلې په عراق کې د حشد الشعبي‌  شیعه  ملیشو په مرکزونو خونړي‌ بریدونه کړي‌ دي. دا خبره د حشد الشعبي‌ ډلې  کړې ده .
د حشد الشعبي‌ ملیشو لخوا په خپور شوي‌ بیان کې ویل شوي‌ دي‌ چې داعش ترهګرې ډلې د صلاح الدین د ولایت اړوند د بلد په سیمه کې ددوې پر مرکزونو خونړي‌ بریدونه کړي‌ چې په نتیجه کې د حشد الشعبي‌ لس تنه وسله وال سرتیري‌ وژلي‌ دي.
ویل کیږي‌ پدې بریدونو کې ګڼ شمیر د حشد الشعبي‌ ملیشه سرتیري ټپیان شوي دي‌ چې د تداوۍ په خاطر نږدې روغتونونو ته انتقال شوي‌ دي.


د مطلب کود: 209065

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209065/داعش-ترهګرې-ډلې-په-عراق-کې-حشد-الشعبي-ملیشو-ترهګري-بریدونه-کړي

آوا
  https://www.avapress.com