دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۵
د مطلب کود : 209068
عبدالله له غني سره په مذاکراتو کې د پرمختګ خبر ورکړ
د ګډ حکومت پخوانی اجرائيه رییس «عبدالله عبدالله» چې ځان د همه شموله حکومت ولسمشر بولي، خبر ورکوي، چې له خپل سیال «اشرف غني» سره یې په سیاسي مذاکراتو کې پرمختګ کړی او په اصولو باندې ورسره توافق ته رسېدلی. عبدالله عبدالله په همدې تړاو په یوه لنډ پيغام کې، چې د نوموړي له فسبوک پاڼې خپور شوی، لیکلي « د افغانستان خلګو ته ډاډ ورکوم، چې په مذاکراتو کې د پرمختګ په پایله کې په اصولو توافق شوی او اوس پر جزئياتو او د توافق په وروستي کولو خبرې روانې دي.»

که څه هم تر دې دمه ددې توافق جزئيات ندي رسنیز شوي، خو تېره ورځ د کابل حکومت د مشر «اشرف غني» دویم مرستیال «سرور دانش» ویلي وو، په لنډو ورځو کې به عبدالله عبدالله د مصالحې شورا مشري په غاړه واخلي او په دې توګه به اختلافات پای ته ورسېږي.
د عبدالله او غني د اختلافاتو د پای ته رسېدلو خبرونه داسې مهال ورکول کېږي، چې په دې وروستیو کې د کابل حکومت د نړیوالو ملاتړو له لوري د سیاسي بحران په پای ته رسولو ټينګار زیات شوی وو او توافق ته د نه رسېدلو په صورت کې د مرستو ګرځولو ګواښونه شوي وو.
 
https://avapress.com/vdcaionua49nww1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته