د ملي امنیت شورا ویاند «جاوید فیصل» په همدې اړه وویل «د زندانیانو خلاصون يوه پېچلې عدلي پروسه ده، چې د اشرف غني له فرمان سره سم په مخ وړل کېږي، تر دې دمه ۵۵۰ زندانیان خلاص شوي او ۹۵۰ نور به هم ازاد شي.»
د فیصل په خبره، حکومت هم له کرونا سره مبارزه کوي او هم د سولې پروسه مخته وړي.
د طالب زندانیانو د خلاصون پروسه داسې مهال په ورو ډول مخ په وړاندې ځي، چې په زندانونو کې د کرونا ویروس په پراخ ډول خپور شوی، تر دې دمه یې یوازې څرخي پله زندان کې ۷۵ مثبتې پېښې ثبت شوې او یو طالب زنداني یې له امله وفات شوی.
بل لور ته طالبانو تېره ورځ په کندز ولایت کې ۵۲ دولتي عسکر له بنده خلاص کړي، او ټینګار یې کړی، چې هڅه کوي، د زندانیانو د تبادلې پروسه چټکه شي تر څو بندیان له کرونا وژغورل شي.
طالبانو تر دې وړاندې په بیا، بیا په نړیوالو بشري بنسټونو غږ کړی وو، چې د زندانیانو حالت ته دې پاملرنه وکړي او هغوی دې له کرونا وساتي.
د طالبانو له قوله، که زندانیان يې تلف شي، پوښتنه به یې وکړي او سخت غچ به یې واخلي.