زلمي خلیلزاد دغه څرګندونې د «سیګار» د یوه راپور په غبرګون کې پر خپل ټویټر لیکلي. نوموړي د سیګار راپور ته په اشارې ویلي، چې د «اورکم» د اوونۍ په پایله کې د جګړې تلفات ۲۹ سلنه راولوېدل، خو په دې وروستیو کې یو ځل بیا د طالبانو له لوري بریدونو زور اخستی، چې د دولتي ځواکونو له شدید غبرګون سره مخ شوي او له امله یې د جګړې تلفات لوړ شوي.
د خلیلزاد په خبره، ددې تشدد پایلې به منفي وي او اړتیا لېدل کېږي، چې بیرته پخواني حالت ته وروګرځو.
نوموړي پرته له دې چې د بندیانو د خلاصون په برخه کې د امریکا مسئولیت ته اشاره وکړي، په طالبانو او حکومت یې غږ کړی، تر څو د زندانیانو د خلاصون هڅې چټکې کړي، روان تشدد ختم کړي او په دې توګه بین الافغاني مذاکراتو او دایمي اوربند ته لاره پرانېزي.
د خلیلزاد په قول، په دې برخه کې ځنډ به د تشدد او د ملکي تلفاتو د دوام په مانا وي.