دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۹
د مطلب کود : 209072
بېون ټيک (BioN Tech) جرمني شرکت له يوه امريکايي درمل جوړونکي شرکت (Pfizer) سره په ګډه، په انسانانو د کرونا ناروغي لپاره جوړ شوی (احتمالي) واکسين ازمايښت پېل او تر څېړنې لاندې نېولی. دغه دواړه شرکتونه وايي چې دا واکسين به د روان ۲۰۲۰م کال تر پايه د ميليونونو وګړيو د لاس رسي وړ وي.
د جرمني په مينز ښار کې بيون ټيک د درملو شرکت، لومړی مرحله طبي څېړنې پېل کړې، دوی له ۱۸ تر ۵۳ کاله عمر لرونکو ۲۰۰ تنو رضاکارانو ته د دغه واکسين يو نه تر ۱۰۰ مايکروګرامه ډوزونه تطبيق کړي.
دغه جرمنی شرکت وايي د څېړنې له پېل يانې د اپرېل له ۲۳مې راهيسې يې چې څومره کسانو ته واکسين ورکړی موخه يې دا ده څو معلومه کړي چې د دې واکسين مناسب ډوز (د دواء مقدار) څومره دی او خونديتوب او معذرت يې په کومه کچه دی؟
له بلې خوا Pfizer درمل جوړونکې  شرکت وايي دوی دې ته په تمه دي چې ژر اجازه تر لاسه کړي څو دوی هم په راتلونکې اونۍ کې په امريکا کې واکسين تطبيق کړي.
د جرمني د درملو د تنظيم سازمان ( Paul Ehrlich Institute) هم د دغه ازمايښتي څېړنې په اړه خوشبيني ښودلې. دغه راز رېوټرز هم ويلي چې د امريکايي حکومت د Gilead Sciences څېړنه، د کرونا د تجربوي تداوي اړوند، به هم د مۍ مياشتې تر نيمايي پورې پايله ورکړي.
پوهان اټکل کوي چې د کرونا ناروغۍ لپاره به درمل او بشپړ واکسین د روان کال تر پایه چمتو او ټولې نړۍ ته واستول شي.
 
https://avapress.com/vdcfe1d00w6dxxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته