دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۸
د مطلب کود : 209079
هر کال میلیونونه مسلمانان له پیشلمي تر لمر لوېدو پورې روژه نیسي. تېرو کلونو کې د نړۍ نیمه شمالي کُره کې روژه په دوبي کې راځي او د نړۍ یو شمېر سیمو کې ورځې اوږدې او موسم تود وي. د ناروې په څېر شمالي هېوادونو کې له ۲۰ ساعتونو هم روژه اوږدیږي. ایا دا د روغتیا لپاره ګټه لري؟ او که تر ۳۰ ورځو پورې روژه نیسو، پر بدن مو څه ډول اغېز کوي؟ لومړنۍ دوې ورځې له تخنیکي پلوه له پیشلمي اته ساعته وروسته پورې بدن په عادي حالت کې وي، ځکه دا هغه وخت دی چې معده کې پروت خوراک په بشپړه توګه هضمېږي. له دې وروسته د انسان بدن په ځيګر او عضلاتو کې د زېرمه شوي ګلوکوز استعمال پیلوي. کله چې دا هم ختمېږي، بیا جسم د وازدې له ویلي کېدو تر لاسه شوي ګلوکوز استعمالوي.

د خوراک په توګه په جسم کې د زېرمه شوې وازدې استعمال له کبله د انسان وزن کمېږي، بدن کې د کولېسټرول کچه ټیټه شي او د شکرې یا ذیابیطس خطر له منځه ځي.
خو دې سره په بدن کې د شکرې مقدار کمېدو له کبله انسان کمزوري او ستړیا محسوسوي. د سرګرځېدل، سردرد، خوا ګرځېدل او یا د ساه بدبويي هم ورسره مله کېدای شي. دا هغه وخت وي چې سخته لوږه محسوسېږي.

له درېیمې تر اوومې ورځې: د اوبو کمښت

کله چې بدن له روژې سره عادي شي، نو د وازدې له ویلي کولو ګلوکوز چمتو کوي او له همدې کبله باید له روژه ماتې وروسته ډېرې اوبه وڅښل شي، ځکه د روژې په حالت کې د خولې تویېدو له کبله په جسم کې د اوبو کمښت یا ډی هایډرېشن هم کېدای شي.
دغسې حالت کې باید په خوراک کې (توانايي) لرونکي یا غوړ خواړه شامل شي. د دې تر څنګ په خوړو کې د غوښې، مالګې او اوبو مناسب مقدار هم اړین دي.

له اتمې تر پنځلسمې ورځې: عادت

درېیم پړاو کې بدن له روژې سره عادت کېږي او د انسان طبیعت عادي حالت ته ګرځي. د کیمبرج پوهنتون اینیستھیزیا او انټینسیو کیئر څانګې ډاکټر رزین معروف وايي، له دې پرته نورې ګټې هم شته:

عادي ورځو کې موږ له اړتیا ډېرې کالوري کاروو چې له کبله یې بدن د خپل ځان ترمیم په څېر نورو چارو ته فرصت نه مومي. روژه کې دغه مسئله حل شي او د بدن پام نورو فعالیتونو ته اوړي او له دې کبله روژه له بدن سره په بیا رغېدنه او میکروبونو سره مبارزه کې هم مرسته نه کوي.))

له ۱۶ تر ۳۰ ورځې

د روژې په وروستیو ورځو کې بدن په بشپړه توګه د لوږې له حالت سره همغږی کېږي. لویه کولمه، ځيګر، پښتورګي او پوټکی دغه مهال د زهرو خونسا کولو detoxification) له بهیره تېريږي.
 
https://avapress.com/vdccmoqio2bqxx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته