کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کیم جونګ اون له درې اونۍ تری تم کېدو وروسته راڅرګند شوی

13 ثور 1399 ساعت 10:54

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون له درې اونۍ تری تم کېدا وروسته په رسمي مراسمو کې راڅرګند شوی. د دغه هېواد دولتي تلوېزیون د جمعې په ورځ د کیمیاوي کود د یوې کارخونې د پرانیستلو پرمهال د کیم جونګ اون راڅرګندېدل وښودل. تېرې درې اونۍ داسې ګنګوسې وې چې ګنې د ښاغلي اون روغتیايي وضعیت مخ پر ځوړ شوی او یا مړ شوی دی.



دولتي تلوېزیون د جمعې په ورځ د یادې کارخونې د پرانیستلو پرمهال داسې انځورونه خپاره کړي چې ښاغلی اون پکې د پرانیستلو پټۍ پرې کوي.
د دغې کارخونې کارمنو د نوموړي په لیدو چکچکې او خوشالۍ وکړې.
د ښاغلي اون د تری تم کېدو په اړه هغه وخت ګنګوسې ډېرې شوې چې د دغه هېواد د بنسټګر او دده د نیکه کیم ایل سونګ د زوکړې ورځې رسمي مراسمو کې نوموړی نه و.
 


د مطلب کود: 209083

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209083/کیم-جونګ-اون-له-درې-اونۍ-تری-تم-کېدو-وروسته-راڅرګند-شوی

آوا
  https://www.avapress.com