دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۷
د مطلب کود : 209084
د کېنیا وګړو د هغې کونډې مرستې ته وردانګلي چې د خپلو اتو بچیانو لپاره یې په دې ګومان ډبرې پخولې چې دوی فکر وکړي ډوډۍ ورته پخوي. پینینا باهاټي کیتساو چې په ممباسا کې اوسېږي، هیله لرله چې بچیان د خوړو د پخېدو په تمه ویده شي.
کیتساو خپل استوګنځي ته څېرمه د جامو مینځلو یوه کارځي کې کار کوي، خو اوس دا ډول کار هم نه ورته پیدا کېږي؛ ځکه چې د کورونا وېروس له کبله کارونه په ټپه ولاړ دي.
د هغې یوې ګاونډۍ چې د دې دا ناوړه حالت ولید، په کړاو یې رسنۍ خبرې کړې.
د کینیا له اېن ټي وي سره تر مرکې وروسته دغې کونډې یوه اندازه پیسې راټولې شوې او هغه بانکي اکونټ ته واچول شوې چې ګاونډۍ یې ورته پرانیستی و.
کیتساو لیک او لوست نه شي کولی.
هغه په دوه خونې لرونکي کور کې له اوبو او برېښنا پرته ژوند کوي.‌
هغې په تلوېزیوني مرکه کې ویلي، وږي ماشومان یې د اوږد مهال لپاره نه شوی غولولی چې ګنې خواړه لا نه دي پاخه شوي.
دا وايي: "ګاونډۍ مې راغله چې زما وضعیت وویني، خو ماشومانو ژړل."
حکومت په کېنیا کې د کورونا وېروس له کبله له لوږې سره د مبارزې لپاره له بې وزلو وګړو سره د خوراکي توکو د وېش پروګرام هم پیل کړی دی.
خو د حکومت د مرستو د پروګرام لا تر اوسه تر کیتساو پورې نه دی رسېدلی. نوموړې تېر کال کونډه شوه او مېړه یې د یوې لوټمارې ډلې له خوا ووژل شو.
د هغې ګاونډۍ له سیمه ییزو چارواکو او د کېنیا له سرې میاشتې مننه وکړه چې د هغې لاسنیوی یې وکړ.
چارواکو ویلي، ګڼې کونرۍ په دې ساحلي کلي کې اوس د خوراکي توکو له مرستو ګټه اخلي.
په کېنیا کې د کورونا وېروس له کبله ګرځبندیز لګول شوی او ان کوچنیو شرکتونو هم خپل کارمن رخصت کړي دي.
د روغتیا وزارت د نړیوال بانک په مرسته په دې هېواد کې د مرستو لړۍ پیل کړې ده او بې وزله وګړو ته چای او سپک خواړه ورکوي.
که څه هم دا مرستې تر ډېره اړمنو ته نه رسېږي، پر خواله رسنیو ددې موضوع په اړه خلکو غوسه هم ښودلې ده.
د افریقا په ختیځ‌ کې پرته کېنیا کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ ۳۹۵ پېښې ثبت شوې چې ۱۷ کسان دې ناروغۍ وژلي دي.
 
https://avapress.com/vdciv3ar5t1auu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته