دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۶
د مطلب کود : 209093
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا پر پر طالبانو او افغان حکومت د بندیانو خوشي کولو او د اورکم د هڅو ګړندي کولو غږ کړی او دا یې د بین الافغاني خبرو لپاره 'ګړندۍ لار' بللې ده.


ښاغلي خلیلزاد په ځینو ټوېټونو کې ویلي، "طالبان او حکومت دواړه بايد د بندیانو خوشي کولو او د اورکم لپاره هڅې ګړندۍ کړي، چې دا د بين الافغاني مذاکراتو او هراړخيز او تلپاتې اوربند لپاره تر ټولو ګړندۍ لار ده."
د افغانستان د ملي امنیت شورا په وینا، تر دې دمه ۵۵۰ طالب بندیان له زندانونو خوشي شوي او ټاکل شوې چې ۹۵۰ تنه نور یې هم خوشي شي.
ولسمشر غني څو ورځې وړاندې د غويي یا ثور اتمې په مناسبت او د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه په یوه جلا فرمان کې د څه باندې دوولس زره بندیانو د خوشي کولو امر کړی و.
دا فرمان د طالب بندیانو د خوشي کېدو له فرمانونو جلا دی.
 
https://avapress.com/vdci33arpt1auu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته