دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۱
د مطلب کود : 209097
ننگرهار کې څه د پاسه ۳۰ کیلوګرامه چرس ونیول شول
د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادۍ راډیو ته وویل، په لومړۍ پېښه کې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د دې ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې (۱۹) کیلوګرامه هیرویین ونیول چې په یوه بار وړونکي موټر کې پټ کړای شوي ول.
په دوهمه پېښه کې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د دوو ښځو په ګډون درې تنه هغه مهال د جلال اباد ښار په نهمه ناحیه کې ونیول چې غوښتل یې (۱۵) کیلوګرامه چرس له یوې ولسوالۍ څخه جلال اباد ښار ته قاچاق کړي.
https://avapress.com/vdccooqim2bqxx8.5ja2.html
ټګونه
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته