د لغمان والي وياند اسدالله دولتزي ويلي، د لومړنيو معلوماتو له مخې د شنبې پر ورځ لس نيمې بجې د لغمان د محبس مخې ته د محبس پر مدير چاودنه شوې.
هغه زیاته کړې، چاودېدونکي توکي په يو موټر سايکل کې ځاى پرځاى شوي وه او د ريموټ په واسطه چاودنه ورکړ شوې. دولتزى وايي، په پېښه کې درې ملکي وګړي وژل شوي او د محبس مدير او د هغه څلور ساتوونکي ټپيان دي. تراوسه د دې پېښې مسوليت چا پر غاړه نه دى اخېستى.